څپرکی 103

ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه!
2 ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!مه هېروه ټول احسانونه یې ته!
3 څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښياو ستا ټول رنځونه روغوي
4 څوک چې ژغوري تا له مرګهاو خپل د مینې او رحم تاج ستا په سر باندې ږدي
5 چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانوترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني
6 څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سرهورکوي بېرته د هغوی حقونه
7 موسی ته یې خپله اراده وښودهد اسراییلو قوم ته یې خپلې کارنامې وښودې
8 څښتن رحیم او مهربانه دیزر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9 نه به ورکوي دوام رټلو تهنه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام
10 نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزانه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو
11 لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچتدومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې
12 څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخهدومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ
13 څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندېدومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندېچې کوي وېره ترې
14 هغه پوهیږي چې مونږ څنګه پیدا شوي یوهغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ
15 د انسان ژوند دی د واښو په شانچې د صحرا د ګل په شان غوړیږي
16 کله چې باد ولګي نو ځي له منځهاو بیا نه ښکاري په خپل ځای کې
17 خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به ويد هغو خلکو سره چې کوي وېره ترېد ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره
18 د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ تهاو په حکمونو یې عمل کوي په غور سره
19 څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کېاو پاچاهي کوي په ټولو باندې
20 ای زورورو فرښتوچې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئثنا ووایئ د څښتن
21 ثنا ووایئ د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلوای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو
22 ای د څښتن ټول مخلوقه، د هغه ثنا ووایئده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغهووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!