څپرکی 90

تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه
2 مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکهاو نړۍ پیدا کړېته له ازله تر ابده خدای یې
3 ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته:«خاورو ته ستون شه ای فاني انسانه»
4 ستا په نظر کې زر کلونه داسې ښکاريلکه یوه ورځ د پرون ورځې په شانچې تېره شوې وي او یا لکه د شپې د پهرې وار
5 ته ناڅاپه انسانان له منځه وړېد هغوی عمر لنډ وي لکه د خوب په شانیا د هغو واښو په شان چې ځي له منځه زر
6 چې راشنه کیږي په سهار کې او غټیږي همبیا مړاوي کیږي په ماښام کې او وچیږي هم
7 بربادوي مونږ ستا قهرسخت وېروي مونږه ستا غضب
8 تا خپلې مخې ته دي ایښي ګناهونه زمونږهپټ ګناهونه زمونږ ښکاره دي تاته
9 عمر تېریږي زمونږ ستا په غضب کېپه اوسېلو کې مو ژوند پای مومي
10 زمونږه عمر به اویا کاله وياو یا اتیا د ښې روغتیا له وجېخو هغه ټول د کړاوونو او دردونو سرهمونږ فنا کېږو هغه زر تېریږي
11 څوک ستا د قهر په قوت پوهیږي؟څوک ستا په غضب پوهیږي او وېریږي ترې؟ځکه چې ستا نه باید ووېریږي
12 کړه مو ته پوه چې څومره عمر لروترڅو شو مونږه هوښیار
13 ای څښتنه، وي به ستا قهر تر کومه؟بس کړه، په خپلو خادمانو دې زړه وسوځه!
14 ستا په تلپاتې مینه هر سهار ماړه کړه مونږهترڅو خپل ټول عمر کړو تېرپه خوشحالۍ او په سندرو باندې
15 اوس مونږ ته دومره خوشحالي راکړهلکه راکړي کړاوونه دې وو څومره ورځېڅومره کلونه چې راکړې دې وې مونږ ته ستونزې
16 پرېږده چې وویني ستا بندګان ستا زورور کارونهاو اولاده زمونږه وګوري دا ستا لویي
17 ای زمونږ څښتنه خدایهوي ستا ښېګڼې دې زمونږه سرهټولو کارونو کې بریا راکړههو، مونږ ته بریا راکړه