څپرکی 58

اتاسو مشران کله کوئ په عدالت فیصله؟ایا قضاوت په انصاف باندې کړئ هر چا سره؟
2 تاسو همېش جوړوئ خپل زړونو کې بد پلانونهد تاوتریخوالي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ
3 بدکاران وي د مور د ګېډې نه بې لارې پیداچې پیدا شوي دي هغوی له هغې ورځې نه درواغ وایي
4 هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شاند چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه
5 کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرونه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو
6 د دې ځوانانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایهوڅیره داړې د دوی ای څښتنه
7 دوی دې ورکې شيلکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکهکله چې ولي دوی خپل غشي بې اثره دې وي
8 لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دویهغه ماشوم په شان دې شيچې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري
9 وي د اغزو د اور په څېراو مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرمټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ
10 عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار ووینيد بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ومینځي
11 خلک به وایي: «په رښتیا چې نېکان اجر موميبې له شکه خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت»