څپرکی 132

اَی څښتنه، در په یاد کړه داودټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه
2 ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤاو نذر یې ورکړ ستا په نوم:«ای د یعقوب قادره خدایه
3 نه به زه لاړ شمه خپل کور تهاو نه به وکړمه ارام خپل کټ کې
4 زه به نه شم ویدهاو یوه شېبه به هم ارام ونه کړم
5 ترڅو تیار نه کړمه ځای زه د څښتن دپارهاو د اوسېدلو ځای د یعقوب د قادر خدای دپاره»
6 د لوظ صندوق نه شو خبر په افراته کېاو هغه مو وموند د یعاریم سیمه کې
7 مونږ داسې وویل:«راځئ چې لاړ شو د څښتن د اوسېدلو ځای تهراځئ چې وکړو عبادت د هغه د تخت مخې ته»
8 راشه خپل کور ته ای څښتنه، د لوظ د صندوق سرهچې ده نښه د قدرت ستااو هلته اوسه ته د تل دپاره
9 ستا کاهنان دې ځان سمبال کړي د صداقت په لباسستا وفادار خلک دې وهي د خوشحالۍ چیغې
10 خپل خدمتګار داود په خاطرمخ مه اړوه د خپل غوره شوي پاچا څخه
11 څښتن خوړلی سخت قسم دی له داود سرهداسې قسم چې هغه به یې نه ماتوي:«چې زه به یو کس ستا د زامنو څخهد ستا په تخت کښېنوم
12 که زما لوظ ته وفادار اوسي د ستا زامناو هغو حکمونو ته چې زه یې ورکومنو د دوی زامن به تر ابده پورېناست وي ستا په تخت باندې»
13 ځکه څښتن دی خوښ کړی صهیوناو هغه غوښتل چې ورنه جوړ کړي خپل کور
14 هغه وویل: «دا زما کور دی تر ابده پورېزه به اوسېږم دلته ځکه خوښ کړی دی ما
15 زه به یې پوره کړم حاجتونه ټولاو غریبان به یې په خوړو ماړه کړم
16 کاهنان به یې سمبال کړم د خلاصون په لباساو وفادار خلک به یې چیغې وهي د خوشحالۍ
17 د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلتهزما غوره شوی پاچا به وي څراغ زما د قوم دپاره
18 زه به رسوا کړم دښمنان د هغهخو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه»