څپرکی 142

زه فریاد کوم څښتن تهد رحم دپاره ورته کومه زارۍ
2 شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه تهتکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته
3 کله چې روح زما کمزوری شينو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زهپه هغه لاره چې روان یمه زهزما دښمنانو راته ایښی پټ دام
4 کله چې خپل شاوخوا ته وګورم زههېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشيهېڅ پناه ځای نه لرمنشته هېڅوک چې په ما پام وکړي
5 ای څښتنه، زه فریاد کومه تاتهځکه چې ته یې پناه ځای زماپه دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې
6 زما فریاد واوره کومک دپارهځکه چې زه خوار او زار شوی یمهماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخهځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه
7 ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخهنو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومهستا د نېکانو په غونډه کېځکه چې ما سره دې کړی احسان