څپرکی 28

ای څښتنه، ای زما دفاع کوونکیهزه فریاد کومه تاتهپه ما دې مه کڼوه خپل غوږونهکه ځواب راته رانه کړېنو زه به د هغو په شان شمچې وي روان د مرګ کندې ته
2 زه چې کله د کومک دپاره تاته زاري کومهستا د ډېر سپېڅلي ځای په لور چې کړم لاسونه پورتهنو قبوله مې زاري کړه
3 ما په هغو بدکارانو کې مه نیسهکوم چې کاندي بد کارونههغوی تل کاندي خبرې دوستانهخو په زړونو کې یې تل وي نفرتونه
4 څه چې دوی کړي د هغو سزا ورکړهد هغو بدو کارونو چې دوی کړيد خپلو ټولو عملونو سزا ورکړه ته هغوی تهچې د کوم شي دوی لایق دي هغه ورکړه
5 هغه کارونه چې څښتن کړي دياو یا هغه څه چې جوړ کړي دي هغههغوی یې نه ساتي پروانو به ونړوي دوی شي راګوزار بهبیا هېڅکله به هغوی نه کړي آباد
6 ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې یې واورېدې زارۍ زما د رحم په خاطر
7 دی څښتن زما قوت او زما سپرزه د زړه نه توکل په هغه کړمههغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي زړګیزه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم
8 څښتن قوت ورکوي خپل ولس تههغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا
9 ته خپل قوم ته نجات ورکړه ای څښتنههغه چاته برکت ورکړه چې ستا ديته شپونکی د هغوی اوسههمېشه ورباندې پام کړه