څپرکی 2

ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
2 تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهاندي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سرهد څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې
3 وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړود غلامۍ رسۍ به وغورځوو»
4 څښتن چې ناست دی په اسمان کې په خپل تخت باندېخاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی
5 ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطاروېروي دوی په خپل غضب باندې:
6 «ما مقرر کړ خپل پاچاپه خپله پاکه غونډۍنوم دی صهیون د غونډۍ»
7 پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمانماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
8 سوال وکړه له ما نه تهټول قومونه در به کړمنړۍ ټوله به د ستا شي
9 هغوی به مات کړېد اوسپنې امسا باندېد خاورینو لوښو په شانبه کړې دوی سم ټوټې ټوټې»
10 شئ هوښیار ای پاچاهانوتاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو
11 د څښتن عبادت وکړئښه په وېره او لړزان
12 زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونههسې نه چې دی په قهر شي زراو خپلو لارو کې هلاک شئهرڅوک چې پناه وروړي بختور دی