څپرکی 31

ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت تهته عادل یې ماته راکړه نجات
2 ونیسه غوږ ماته واوره زما دعازر شه ماته نجات راکړهزما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړېته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې
3 ته زما کلا او پناه ځای یې تهته د خپل نوم په خاطر وکړه هدایت او لارښوونه راته
4 ما له هغه دامه وساته چې دوی دی راته ایښیځکه ته مې پناه ځای یې
5 زه خپل روح سپارمه تاتهما به وژغورې څښتنهوفادار یې ته ای خدایه
6 له هغو خلکو څخه کرکه کومچې عبادت کړي د بتانو بې ارزښتوخو زه په تا باندې توکل کومه
7 زه به خوشحاله یم خوښي به کوم ستا په تلپاتې مینهځکه چې تا زما درد ولیدلواو د تکلیف نه مې خبر شولې
8 زه دې ورنه کړم په لاس د دښمنانوخوندي ځای ته دې زه بوتلم
9 رحم وکړه په ما باندې ای څښتنهځکه یمه په تکلیف کېزما سترګې ستړې شوې له ژړا نهزه بېخي یمه ستومانه
10 ژوند مې شو په غم تالاد خفګان د لاسه عمر مې لنډ شویزه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوریان هډوکي مې له کاره دي وتلي
11 راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زماپه تېره بیا ګاونډیانهغوی چې پېژني ما زړه یې چوي له ما څخهکله چې دوی مې په کوڅه کې وینيدوی کاندي تېښته له ما څخه
12 زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړيزه په شان یم د کودي چې وي چا لېرې غورځولی
13 کړي ګونګوسي راپسې ډېر دښمنان اورم یې زهله هرې خوا راباندې وېره ډېرهدوی پلانونه زما په ضد جوړويهم جوړوي مې د مرګي دسیسې
14 خو توکل زما په تا دی ای څښتنهزه دا وایم: «ته مې خدای یې»
15 زما ژوند دی ستا په لاس کېد دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړهاو له هغو نه مې خلاص کړهچې په ما پسې دي
16 په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهوژغوره ماته په خپلې تلپاتې مینې
17 ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شمځکه تاته زه فریاد کړمبدکاران دې خجالت شيپټه خوله دې دوی شي کوز خپلو قبرو ته
18 د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلېچې مغرور او کبرجن ديچې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې
19 څه عجیبه دا ښه شیان ديچې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تاهر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یېڅنګه ته ساتې هغوی چې غواړي پناه ستا نه
20 ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نهخپل حضور کې خوندي ساتېدوی د خپلو دښمنانو له تورونوپه ډاډمنه پناه ځای کې پټ ساتې
21 ثنا او صفت دې وي څښتن ته!کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومهڅه عجیبه مینه یې وکړله له ما سره
22 زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوهچې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمهخو کله ما چې زارۍ وکړې د کومک دپارهنو تا زما دعا قبوله کړله
23 ای خپل څښتن ته وفادارو خلکوده سره مینه وکړئڅښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکوخو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي
24 اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکوټول هغه چې هیله له څښتن لرئ