څپرکی 66

اای د ټولې دنیا خلکو ووهئ د خوشحالۍ چیغېوکړئ صفت د خدای
2 سندرې وایئ د جلال تاسې د نوم د هغهووایئ حمد او ثنا تاسې د هغه جلالي
3 خدای ته ووایئ چېکوې ته څومره هیبتناک کارونهڅومره دی لوی ستا قدرتچې دښمنان د ستا له وېرې سجدې کړي تاته
4 د جهان ټول خلک دې کړي عبادتوایي سندرې د ستاینې تاتهستا په نامه باندې سندرې د ثنا وایي
5 راشئ او وګورئ چې خدای کړي ديد انسانانو په خاطر څه هیبتناک کارونه
6 په وچه ځمکه یې بدله کړله سره بحیرهزمونږ نیکونه په سیند واوختل په خپلو پښونو کوم کارونه چې انجام کړل هغهپه دې سبب مو هغه ځای کې خوشحالي وکړله
7 پاچاهي په خپل قوت کړي تل ترتلهپه نورو قومونو خپل نظر ساتيراپورته نه شئ د هغه په ضد سرکښو خلکو
8 د دنیا خلکو، زمونږ خدای وستایئپرېږدئ ستاینې ستاسې واورېدل شي
9 مونږ یې ساتلي یو ژوندينه یې ښویېدلو ته پښې زمونږ پریښې
10 مونږ اچولي یو تا په امتحان کې خدایهلکه سپین زر چې شي پاک اور باندې
11 تا مونږ په دام کې ګرفتار کړلوزمونږ په اوږو باندې دې کېښودل درانه بارونه
12 دښمنان دې زمونږ پرېښودل چې پایمال مو کړيتېر شو په اور او په سېلاب کې مونږهاخر دې راوستلو مونږ د پرېمانۍ ځای ته
13 زه به ستا کور ته سوځېدونکې قربانۍ راوړماو د وعدو سره به سم درکړم نذرونه
14 هغه وعدې چې په سختۍ کې مېپرې خلاصې کړلې شونډې خپلېاو مې په ژبه باندې راوړلې
15 زه به چاغ څاروي کړم تاته وړاندېد سوځېدونکو نذرانو په څېروي به بوی د قربانۍ د پسونوزه نذرانه به کړم غویان او هم وزان
16 ای ټولو خلکو چې وېرېږئ له خدای راشئ واورئزه به خبر کړم تاسو د هغو کارو نهکړي چې هغه زما دپاره دي
17 وهلې چیغې مې هغه ته د کومک دپارهاو زما ژبې د هغه ثنا صفت بیان کړ
18 که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټڅښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما
19 خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زماقبوله کړې یې دعا ده زما
20 د خدای ثنا وایمه ځکه چې رد کړې یې دعا نه ده زمااو زما نه یې نه ده سپمولې خپله تلپاتې مینه