څپرکی 86

ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړهځکه چې زه یمه کمزوری حاجتمند یمه زه
2 له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تاتهای زما خدایه، ته مې وژغورهځکه چې زه ستا خدمتګار یم او په تا باندې باور لرمه
3 ای څښتنه، په ما رحم وکړهځکه تاته کړم فریاد ټوله ورځ
4 خپل خادم دې کړه خوشحالهځکه ستا درګاه ته زه دعا کومه
5 ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یېد هغه چا سره کوې مینه تلپاتېچې کړي سوال درڅخه
6 ای څښتنه واوره ته دعا زمازما د مرستې زارۍ واوره
7 زه فریاد کومه تاته سخته ورځ کېځکه چې ته مې دعاګانو ته ځواب ورکوې
8 ای څښتنه بل څوک نشته ستا په مثل معبودانو د دنیا کېتا چې کړي کوم کارونه بل څوک نه یې شي کولای
9 چې پیدا کړي دي تا ټول قومونهتاته به راشي او سجده به وکړياو هم به ستا نوم ته جلال ورکړي
10 دا چې ته لوی او کوې ته عجیبه کارونهنو همدا ته یوازېنی خدای یې
11 ای څښتنه وښایه ماته دې ته خپله لارهچې زه د ستا رښتینولۍ کې قدم پورته کړمهاو داسې زړه راکړه چې وېره وکړمه ستا له نومه
12 ای څښتنه، ای زما خدایهد زړه له کومي به کړم ستا صفتد تل دپاره به ستا نوم ته زه جلال ورکوم
13 ځکه چې ستا مینه ده عظیمه ماتهد قبر تل نه دې ژغورلی یم زه
14 ای خدایه، په ما حمله کوي مغروره خلکیوه ظالمه ډله هڅه کړي چې ومې وژنيهماغه ډله ده چې نه لري د ستا پروا
15 خو ای څښتنه، ته رحیم او مهربانه خدای یېنه په قهرېږې زر ته ډېره مینه او وفا کوې
16 ای څښتنه نظر وکړه زما په لوري په ما رحم وکړهخپل ځواک دې راکړه او ما وژغورهداسې خدمت دې زه کومه چې مې مور کړی دی
17 راته دې نښه د نېکۍ وښایه ای څښتنهما سره مرسته وکړه ماته تسلي راکړهوبه شرمیږي دښمنان زما چې وویني دا