څپرکی 109

ای خدایه چې ستا ثنا وایمهمه پاتې کېږه خاموش
2 بدکارانو او دروغجنو خلکوخولې خلاصې کړې دي په ما پسېزما په هکله هغوی دروغ وایي
3 رانه چاپېر دي هغوی او راته کوي خبرېله نفرتونو ډکېاو بې سببه کوي جنګ راسره
4 زما د مینې په بدل کې لګوي په ما تورونهخو زه د هغوی دپاره دعا کومه
5 د ښو بدل کې کوي بد راسرهاو زما د مینې په بدل کې رانه کرکه کوي
6 ته مقرر کړه کوم خراب سړیچې محاکمه کاندي دښمن زمااو تهمت ویونکی دې پرې تهمت ووایي
7 چې شي محکوم او ګناهکار ثابت شياو دعاګانې یې حساب په ګناهونو کې شي
8 چې یې لنډ شي عمربل څوک دې ونیسي مقام د هغه
9 چې اولادونه یې یتیمان شي ورتهاو شي یې ښځه کونډه
10 چې اولادونه یې شي بې کوره او سوالګر شي ورتهد خپلو ورانو کنډوالو نه دې دوی وشړل شي
11 قرض ورکوونکی دې هغه نه ټول مال او جایداد واخليڅه یې چې ګټلي پردي خلک دې ورنه ټول لوټ کړي
12 هېڅوک دې نه شي مهربانه په هغه باندېنه دې د هغه په یتیمانو کوم څوک رحم وکړي
13 نسل دې ختم شي ټول د هغهراتلونکي نسل نه دې لېرې شي نامه د هغه
14 څښتن دې هېڅکله هېر نه کړي ګناهونه د نیکونو د هغهاو د هغه د مور ګناه دې هېڅکله ونه بخښي
15 تل دې څښتن ته ور په یاد وي ګناهونه د دویخو د ځمکې د مخ نه دې د هغه نوم او نښان ورک کړي
16 ځکه هېڅکله یې په چا مهرباني ونه کړههغه ځورولي او وژلي فقیران او محتاجان او زړه ماتي خلک
17 د هغه دا خوښ وو چې لعنت ووایي نورو باندېاوس دې لعنت راشي هغه باندېد چا دپاره یې برکت نه غوښتهڅوک دې په ده هم برکت نه وایي
18 لعنت د ده دپاره ؤ داسې شیلکه چې څوک هر وخت لباس اغونديد ده لعنت دې د ده خپل بدن ته ننوځي لکه اوبو په شاناو د هغه هډوکو ته دې ننوځي لکه د تېلو په شان
19 هغه دې پټ په لعنتونو کې شيلکه چې پټ وي په کالیو کې څوکاو د کمربند په شان دې تاو وي د هغه نه مدام
20 نو په دې ډول سزا ورکړه مدعیانو ته زما څښتنهچې ما پسې څوک داسې بد وایي
21 خو ته ای څښتن خدایه، ما سره مرسته وکړهد خپل نامه په خاطراو ته مې وژغوره ځکه چې نېک یېاو راسره مینه دوامداره کوې
22 ځکه غریب او حاجتمند یمه زهاو دننه زړه زما زخمي زخمي دی
23 فناکېدونکی یمه زه لکه لمر د مازدیګر په شانلکه ملخ په شان زه باد وړی یم
24 زنګنونه مې ضعیف شول په روژو نیولوڅه ما کې نه دي پاتې یوازې پوستکی او هډوکی یمه
25 راپورې خاندي مدعیان زما کله چې وویني ماد مسخرو نه خپل سرونه خوځوي هغوی
26 ای څښتن خدایه زما راسره مرسته وکړهد خپلې تلپاتې مینې په خاطر ماته نجات راکړه
27 ترڅو معلوم شي دوی ته چې دا ټول وو ستا کارونهای څښتن خدایه، همدا ته وې چې نجات دې راکړ
28 هغوی دې ووایي لعنت راباندې، خو برکت راکړه تهکله چې وکاندي حمله نو دوی دې وشرمیږيخو وي دې خوشحاله خدمتګار دا ستا
29 زما مدعیان دې په شرمونو پټ شيهغوی دې پټ شي په لباس د شرم
30 په لوړ اواز به د څښتن نه زه مننه کومد ټولو خلکو په حضور کې به ثنا د هغه وایمه زه
31 ځکه ودریږي هغه د حاجتمندو تر څنګاو د هغو خلکو نه یې ساتيچې محکوموي هغوی په مرګ باندې