څپرکی 113

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه
2 وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامهله همدا اوس نه تر ابده پورې
3 د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورېثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه
4 ټولو قومونو کې اوچت دی څښتند هغه جلال له اسمانونو لوړ دی
5 څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شانچې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست
6 خو شي راټیټ به هغهچې اسمانونه او ځمکه وګوري؟
7 غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینېاو له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان
8 کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سرهد خپل قوم د شاهزادګانو سره
9 شنډې ښځې ته اولاد ورکوياو خوشحالوي هغه په خپل کور کېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!