څپرکی 40

په صبر ما انتظار وکړ د څښتن کومک تهبیا هغه راته غوږ کېښود او فریاد یې زما واورېد
2 زه یې د مرګ له کندې وویستلمزه یې له خټو او چکړو نه راوویستلمهغه زه ودرولم ګټ باندېاو پښې زما یې کړلې ښې محکمې
3 هغه زما په ژبه نوې نغمه راوستلهزمونږ خدای ته د ثنا سندرهډېر به یې وویني او وبه ډار شيتوکل به وکړي په څښتن باندې
4 هغه څوک دی بختور چې کړي توکل په څښتنڅوک چې نه ګرځي مغرورانو پسېنه کړي رجوع هغه چاتهچې عبادت کړي د دروغجنو خدایانو
5 عجیبه ډېر کارونه تا دي مونږ ته کړيای زما څښتنه خدایههېڅوک نشته ستا په شان!زمونږ دپاره دې جوړ کړي عجیبه دي پلانونهدومره زیات د هغو شمېر دی!نه شم خبرې زه کولای د هغو په هکله
6 قربانۍ او نذرانې دې نه غوښتلېنه دې اړتیا وه سوځېدونکو نذرانو او نذرانو د ګناهونو تهخو تا راکړي دي غوږونه چې زه واورم ستا امرونه
7 نو ما وویل: «ګوره، زه حاضر یمهزما په هکله لیکل شوي د تورات کتاب کې
8 څنګه خوښیږي مې پوره چې ستا رضا کړمه ای زما خدایهدا ستا شریعت زه په خپل زړه کې ساتم»
9 څښتنه ستا د قوم غونډه کې مادا زېری ورکړ چې نجات راکوېته پوهېږې زه به هېڅکله بند نه کړم دا بیان
10 ما په خپل زړه کې پټ ونه ساته ستا د نجات زېریما همېش خلکو ته ویليچې ته څومره وفادار یې خپل قوم تهاو کوې ورسره مرستهستا د تلپاتې مینې او وفا په هکلهپاتې زه نه شومه خاموشه ستا د قوم غونډه کې
11 دا خپل رحمت دې په ما مه بندوه ای څښتنهستا تلپاتې مینه او وفا دې همېشه وي زما ساتونکې
12 ځکه ایسار کړی بې حسابه تکلیفونو یمهرانیولی یمه خپلو ګناهونود تېښتې لاره زه لیدلی نه شمهغه دي زیات زما د سر له ویښتوما خپل همت بایللی(زبور ۷۰)
13 مهرباني وکړه څښتنه ته مې خلاص کړهای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
14 هغوی چې هڅه کوي ما ووژنيهغوی دې ماتې مکملې سره مخ شي وارخطا دې شيچې زما په کړاوونو خوشحالي کړيهغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي
15 څوک چې په ما باندې ملنډې وهيله خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي
16 هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوعشي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نههغه چې کړي مینه ستا د خلاصون سرهاو دوی دې تل وایي:«څومره عظیم دی څښتن»
17 زه یم غریب او زه محتاج یمهخو زه پاتې په نظر کې یمه ستاته مې مددګار او خلاصوونکی یېبیړه وکړه او کومک لره مې راشه زما خدایه!