څپرکی 45

څنګه چې زه دغه سندره جوړومه د پاچا دپارهراځي مې ذهن ته ښایسته او پارېدونکي الفاظد ښه لیکونکي د قلم په شانژبه زما شوله تیاره شعر ته
2 ته د ټولو انسانانو نه ښایسته یېستا د خولې خبرې دي د مرغلرو په څېرځکه خدای تاته تل برکت درکړی
3 ای جنګیالیه، توره وتړه د ملا څخه دېته دې خپل شان او دبدبه وښایه
4 خپلې لویۍ سره دې سپور شه چې بری ومومېد حقیقت او عاجزۍ او عدالت نه د دفاع دپاره!پرېږده ځواکمن لاس دې چې وښایي ستا لوی کارونه!
5 غشي د ستا دي تېرهننوځي ستا د دښمنانو په زړهنابود قومونه ستا تر پښو لاندې دي
6 تاته چې خدای کوم پاچاهي درکړېدوام به وکړي تر ابده پورېاو کړې به حکومت په خپلو خلکو باندېد انصاف له مخې
7 ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍپه دې خاطر خدای، یعنې ستا خدایته ستا د نورو ملګرو نه زیاتمسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو
8 ستا د کالیو نه خوشبوي راځيد مر، عود او دالچینۍ د عطرورڅپرکی وهونکي خوشحال ساتي تا په داسې قصروچې سینګار شوي دي د فیل په غاښو
9 ستا معززو ښځو کې دي د پاچاهانو لوڼېدا ستا د تخت په ښي لاسده د اوفیر په سرو زرو خالصوسینګار شوې ملکه ولاړه
10 ای شاهزادګۍ ونیسه غوږ زما بیان ته په غورته دې خپل خلک او د پلار کور هېر کړه
11 نو په ښایست به پاچا ستا شوقمن شيهغه څښتن دی د ستا، نو اطاعت یې کوه
12 تاته راوړي به سوغاتونه دا د صور خلکستا نه به غواړي پېرزوینه دولتمن خلک
13 په ماڼۍ کې شاهزادګۍ څومره ښایسته ده!چې کالي یې دي جوړ شوي د سرو زرو له تارونو
14 پاچا ته بیایي هغه په رنګارنګ لباس کېپېغلې نجونې سهېلۍ یې ورپسې ديهغوی به هم هغه ته راولي
15 هغوی به راشي په خوښۍ او خوشحالۍ سرهشي به داخلې د پاچا ماڼۍ ته
16 ای زما پاچا ته به زامن ولرېچې پاچاهان شي ستا نیکونو په څېرټولې نړۍ باندې هغوی به حاکمان کړې ته
17 زه مشهور به کړم ستا نوم ټولو نسلونو کېقومونه وایي ستا ثنا به تر ابده پورې