څپرکی 3

څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنهڅومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي
2 زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:«خدای به ونه ژغوري هغه»
3 خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یېراکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته
4 زه فریاد کوم څښتن ته د کومکراکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې
5 زه څملمه ویده کېږمټوله شپه ساتي څښتن مې
6 نه وېرېږم له زرګونو دښمنانوچې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما
7 ای څښتنه زما پاڅه!ومې ژغوره زما خدایهژامې ماتې کړه زما د دښمنانواو غاښونه وباسه د بدکارانو
8 د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږيپه خپل قوم باندې دې وي ستا برکت