څپرکی 44

زمونږ نیکونو ته تا کړي لوی کارونه ديدا ډېر پخوا په زمانه کې د هغو، خدایهچې په دې هکله اورېدلي دي مونږپه دې هکله کې یې ویلي مونږ ته
2 وشړل تا نور قومونه په خپل لاس باندېد دوی خاوره کې دې خپل قوم مېشته کړنورو قومونو ته دې څرنګه سزا ورکړلهتا په خپل قوم نېکمرغي راوستله
3 دا خاوره ستا قوم په خپلو تورو فتح نه کړههغه یې په خپل قوت ونه ګټلهد ستا په زور او په قوت یې هغه وګټلهځکه په دې باندې ډاډه وو هغویچې ته وې مل ورسرهاو هم ته وې ډېر د هغوی نه راضي
4 ای خدایه! ته زما پاچا یېته ورکوې بری د یعقوب قوم ته
5 ورکوو ماتې دښمنانو ته مونږ ستا په مرستهخپل دښمنان پایمالوو مونږه د ستا په قدرت
6 خپلې لیندې باندې تکیه نه کومنه مې په توره چې به خلاص کاندي ما
7 خو تا له خپلو دښمنانو مونږه خلاص کړلوچا چې له مونږه کړله کرکه دوی دې وشرمول
8 مونږه به تل مدام ویل چې کوو فخر په تاتر ابده به کوو مونږ ستا شکرونه
9 خو اوس دې پرېښودو رسوا دې کړلوزمونږ لښکرو سره نور ته نه ځې
10 تا مجبور کړلو چې تېښته له دښمنه وکړوڅه چې زمونږه سره وولوټ کړل هغو چې زمونږه څخه کرکه کوي
11 تا پرېښودلو چې حلال شو د پسونو په شانپردو قومونو کې دې مونږ خواره واره کړلو
12 په کمه بیه دې خپل قوم خرڅ کړاو دې خرڅلاو درته فایده ونه کړه
13 ګاونډي ملکونه ګوري تا زمونږ سره څه وکړلدوی په مونږ وهي ملنډې او خندا راپورې کاندي
14 په قومونو کې دې مونږه مسخره کړوله تحقیره خوځوي راته سرونه
15 مدام رسوا یمه زهپه شرمو پټ یمه زه
16 اورو مونږ د دښمنانو پېغورونهدښمنان او غچ اخیستونکي وینو
17 دا هرڅه وشول په مونږخو ته مو هېر نه کړلېتا چې زمونږ سره کوم لوظ کړی ؤمونږه مات کړی نه دی
18 بې وفا نه یو تاتهد ستا له لارې ګرځېدلي نه یو
19 خو تا مونږ پرېښودو بې وسهد وحشي ځناورانو منځ کېتورو تیارو کې دې مونږ پرېښودلو
20 که مونږ خپل خدای ته وای بس کړی عبادت کولاو پردي خدای ته مو دعا کړې وای
21 ته په رښتیا به پوهېدلی وای پرېځکه خبر یې په رازونو د زړه
22 مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا له وجېمونږه ګڼي هغو پسونو په شان وي چې حلالې دپاره
23 شه رابېداره ای څښتنه! ته ویده ولې یې؟ته رابېدار شه! تر ابده مونږه مه ردوه
24 ولې پټوې مخ دې زمونږ ځینې؟ولې هېروې تکلیفونه او مصیبتونه زمونږ؟
25 مونږ ټوک ټوک شوي رالوېدلي یو په ځمکه باندېمونږ مغلوب شوي یو پراته خاورو کې
26 پورته شه، زمونږ کومک ته راشه ته!مونږ ته نجات راکړه په وجه د تلپاتې مینې