څپرکی 55

ادعا قبوله کړه زما خدایهزما زاریو ته شا مه اړوه!
2 زما خبرو ته غوږ ونیسه او راکړه ځوابزه اندېښنو سخت راګېر کړی یم زګېروي کومه
3 د دښمنانو له شورونو وېرېدلی یمهزه له ظلمه د بدکارو ځپل شوی یمههغوی په ما باندې تکلیف اچويهغوی په قهر دي په زړه کې له ما کرکه کوي
4 زړه مې سینه کې په لړزان دیاو د مرګ وېره ده پرېوتې په ما
5 لړزه او وېره ده راغلې په مااو غالب شوی دی هیبت په ما
6 کاشکې لرلی مې وزرونه د کوترې په شانالوتلی به وای لېرې او په ارام به وای
7 زه به لېرې ګرځېدلیاوسېدلی به په دښته کې وای زه
8 د سخت باد او سخت توفان نهما به زر ځانته موندلی پناه ځای وای
9 ای څښتنه، ګډې وډې کړه خبرې ته زما د دښمنانوځکه زه تېری او جنګ وینم په ښار کې
10 شپه او ورځ یې دېوالونو باندې ګرځيله بدیو، تکلیفونو یې ډک کړی
11 په هرځای تباهي دهکوڅې ډکې دي له ظلم او ټګۍ نه
12 که دا وای زما دښمن چې په ما وهي ملنډېما به صبر کړی وایکه دا وای زما رقیب چې وهي راته دی لاپېترې پټ شوی به وای زه
13 خو ته یې یو زما له خپلو خلکوزما یار یې او ملګری وفادار یې
14 مونږ له یو بل سره لرلې صمیمې خبرېد نورو خلکو سره یوځای د خدای کور ته عبادت ته به تلو
15 یو ناڅاپه دې زما دښمنان مړه شيدوی دې ګور ته ژوندي کوز شي!ځکه بدي د هغوی زړونو او کورونو کې ده
16 زه کړم فریاد خدای ته کومک دپارههماغه څښتن به وژغوري ما
17 سهار، غرمه او ماښامشکایتونه او فریاد کومهاو زما اواز به واوري
18 سره له دې چې دښمنان مې زیات ديخو دی ما له هغه جنګه سلامت ژغوري
19 هغه خدای چې له ازله په تخت ناست دیهغه به واوري دعاګانې زمادوی ته به ورکړي ماتېځکه چې دوی له بدو لارو څخه نه راګرځيله خدایه نه وېریږي
20 زما ملګري په دوستانو خپلو وکړه حملهده کړلو مات هغه خپل کړی تړون
21 د ده خبرې وې خوږې له شاتوخو په زړه کې د جګړې ارادهد ده خبرې له ورېښمو پستېخو پرېکول یې کړل د تورو په شان
22 خپل مشکلات دې څښتن ته پرېږدههغه به وکاندي ساتنه د ستاهغه به هېڅکله پرېنږدي نېکان خلکچې دوی وغورځیږي
23 ته به ای خدایه، دا ټګمار قاتلاند بربادۍ کندې ته وغورځوېهغوی به مړه شي په ځوانۍ کېخو زه به تا باندې توکل کومه