څپرکی 61

اَزما فریاد واوره ای خدایهکړه قبوله مې دعا
2 د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمهداسې حال کې چې مې زړه دی ناامیدهزما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه
3 ځکه زما د دښمنانو مقابل کېته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما
4 پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کېپرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې
5 ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړيتا قبول کړي هغهتا راته هغه برکت راکړیچې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه
6 پاچا ته ورکړه اوږد عمرپرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې
7 هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایهتلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي
8 نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایملکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه