څپرکی 8

ای څښتنه، زمونږ باداره!په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دیستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه
2 ماشومان او تي رودونکي ماشومانستا د لویۍ سندرې وایيتا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضدهم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل
3 کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تاستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځای کړي دي تا
4 نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟
5 ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده تهتاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر
6 تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تاد دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي
7 هم دې ورکړي ټول پسونه او غویاناو وحشي حیوانات
8 هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیاندا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي
9 ای څښتنه، زمونږ باداره!په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی