څپرکی 42

که هوسۍ وي په ارمان کې د ویالو د اوبوداسې ای خدایه، یمه ستا په ارمان
2 ای ژوندی خدایه، زه د ستا د دیدار تږی یمهکله به درشم ستا حضور کې عبادت به وکړم؟
3 شپه او ورځ ژاړمه زه اوښکې دي خوراک زمادښمنان تل راته پېغور راکويچې «د ستا خدای چېرې دی؟»
4 زړه مې رامات شي چې رایاد کړم هغه تېر وختونهچې د خدای کور ته به ورتلم له ګڼو خلکو سرهوو به خوشحال د شکرانې سندرې مونږ به ویلېد دوی په مخ کې به روان ومه زهداسې یوه ګڼه چې نیوه به یې جشن
5 ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟دومره پرېشان ولې یم؟باید په خدای باندې توکل ولرمیو ځلې بیا به یې ثنا ووایمای زما خدایه، خلاصوونکیه زما
6 زما زړګی ماتیږينو ځکه تاته یمه لاس په دعاپه داسې حال کې چې زه دلته راګېر شوی یمهیعنې چې سیند د اردن اخلي سرچینه له دې ځایدعا کوم دلته د غره له حرموند میسعر له غره نه
7 ستا پارېدلې څپېما باندې واوختلېلکه یو قهرېدلی دریابیا غړمبېدونکی ابشار
8 څښتن د ورځې راسره ښایي تلپاتې مینهزه ورته وایمه د شپې سندرېدعا کومه خدای ته زه چې یې ژوندون راکړی
9 زه هغه خدای ته چې ساتونکی مې دی داسې وایم:«زه دې ولې یم هېر کړید خپل دښمن له ظلمهولې زه ویر کې یمه؟»
10 ان هډوکي مې ماتیږيچې دښمن راته پېغور کړيتل دوی وایي ماته داسې:چې «د ستا خدای چېرې دی؟»
11 ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟دومره پرېشان ولې یم؟باید په خدای باندې توکل ولرمیو ځلې بیا به یې ثنا ووایمای زما خدایه، خلاصوونکیه زما