څپرکی 71

ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته
2 ته عادل یې، کومک وکړه نجات راکړهدعا مې واوره او ما وژغوره ته
3 اوسه زما ته پناه ځای خونديچېرته چې تل زه راځمتا زما نجات دپاره امر کړیځکه کلا او پناه ځای یې زما
4 ای زما خدایه، ما کړه خلاص د بدعملو د لاسونو ځینېکړه ما راخلاص د بدکارانو ظالمانو د ولکې ځینې ته
5 څښتن تعالی، زما امید دی تاتهلرم په تا باندې توکل زه د ځوانۍ له وخته
6 د زېږېدلو نه مې مخکې ما په تا باندې تکیه کړې دهله هغه وخته دې ساتلی یم چې وم د مور په ګېډه کې زهزه ستا صفت به دوامداره کوم
7 ډېرو خلکو ته عبرت شو زما ژوندخو ته یې زما قوي پناه ځای
8 زه ټوله ورځ د ستا ثنا وایمهاعلانوم ستا جلال
9 اوس چې زوړ شوی یمهله خپله ځانه مې ته لېرې نه کړېخوشې مې نه کړې چې کمزوری یمه
10 ځکه چې زما دښمنان زما په ضد خبرې کويچې راپسې دي جوړوي زما د مرګ دسیسې
11 هغوی وایي چې خدای پریښی هغهنو راځئ ورشو ورپسې راویې نیسوهېڅوک هم نشته چې کړي خلاص یې مونږ نه
12 مه لېرې کېږه ما نه خدایهزما کومک ته زر راشه ای زما خدایه
13 ودې شرمیږي او نابود دې شيڅوک چې په ما پورې کوي تورونهڅوک چې غواړي چې ضرر راته راورسويشي شرمنده دې او رسوا دې شي
14 د امید سترګې مې تل ستا په لور ديثنا او صفت به ستا لا زیات کومه
15 بیانوي به زما ژبه د ستا نېک کارونهستا د نجات باره کې ټوله ورځ به کړي خبرېکه څه هم دی زما د پوهې څخه لوړ دغه کار
16 زه به ځمه په قدرت د څښتن تعالیزه به اعلان ستا د عدالت کوم، یوازې ستا
17 د ماشومتوب نه دې تعلیم راکړیزه لا تر اوسه بیانوم ستا عجیبه کارونه
18 اوس چې زه زوړ شوم او ویښتان مې سپین شوللاس رانه وانخلې ای خدایهترڅو خبر کړمه دا نسل او نور ټول نسلونهستا د قوت او ستا د زوره څخه
19 ای خدایه، ستا عدالت رسي تر اسمانه پورېتا کړي لوی کارونهنشته څوک ستا په مثل
20 تا تکلیفونه کړاوونه په ما راوستلخو ته به بېرته راته راکړې قوتما به راوباسې د ځمکې د تل
21 ما به سرلوړی کړې له مخکې نه همماته به بېرته تسلي راکړې
22 زه به د چنګ په وهلو ستا صفت کړمهځکه چې ته یې وفادار زما خدایهای د اسراییلو سپېڅلی خدایهزه به په رڅپرکی به تاته وایمه سندره
23 زه درته وبه وهم د خوشحالۍ چیغېزه به سندرې درته وایمه د زړه له کوميځکه چې تا راته نجات راکړی
24 ستا د عدالت په هکله ټوله ورځ به زما ژبه کړي خبرېځکه هغو چې کړ کوښښ چې ماته راکړي ضررشول شرمنده او رسوا