څپرکی 72

خدایه ورکړه ته پاچا ته خپل انصافد پاچا زوی ته په برخه عدالت کړه
2 ترڅو ستا قوم باندې په عدالت سره حکومت وکاندياو د بې وزله سره وکړي انصاف
3 غرونه به راوړي سوکالي خلکو تهغونډۍ به راوړي د نېکۍ مېوه
4 د قوم غریبو سره وبه کړي هغه انصافمحتاجو خلکو ته به ورکړي نجاتاو ظالمان به رېزمرېز کړي
5 څو چې لمر او سپوږمۍ وي په دې جهانتل ترتله د یو نسل نه تر بلهخدایه ستا ولس به ستا ځینې وېریږي
6 پاچا به اوسي د باران په شان چې اوري په پټیو باندېلکه شېبه باران چې ځمکې ته اوبه ورکوي
7 عادلان به وده وکړي د هغه دوران کېترڅو سپوږمۍ وي په اسمان کې وي به سوله هلته
8 وبه رسیږي پاچاهي د هغهد ختیځې بحیرې نه تر لوېدیځې پورېاو د فرات له سیند نه د دنیا تر بله سره
9 د بیابان خلک به یې په مخکې په سجده پرېوځيدښمنان به یې راپرېوزي پړمخې خاورو باندې
10 پاچاهان به د ترشیش او جزیرو ورته راوړي باجونهورته راوړي به سوغاتونه د شیبا او د سیبا پاچاهان
11 ټول پاچاهان به یې په مخکې خپل سرونه ټیټ کړياو ټول قومونه به یې کاندي خدمت
12 چې غریب خلک ورنه کله هم کومک وغواړيورته نجات ورکوياو کوي مرسته د غریبو او بې کسو سره
13 په ضعیفانو او محتاجو باندې رحم کويڅوک چې محتاج وي هغه یې ژوند بچ کوي
14 خلاصوي هغوی د ظلم او د جبرځکه چې وینه یې قیمتي ده ورته
15 عمر دې زیات وي د شاه!ورته نصیب دې شي طلا د شیبادعا د خلکو دې وي تل ورسرهبرکتونه دې د خدای وي همېشه ورسره
16 وي دې په ځمکه د غلو پرېمانيپه حاصلاتو دې تپې پټې ويوي دې مېوې یې د لبنان په شانتېښارونه ډک دې وي د خلکو ځینېلکه چې ځمکې وي واښو نه ډکې
17 هېڅکله هېر دې نه شي نوم د هغهوي برقرار دې لکه لمر په شان شهرت د هغهبرکت دې ورته ورکړل شيټولو قومونو ته د خدای له خوا نههغوی به هغه مبارک وبولي
18 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهیوازې هغه دی چې کړي دا عجیبه کارونه
19 د جلال ډک نوم د هغه دې مبارک وي همېشډک دې شي ټول جهان د ده په جلالامین! امین!
20 د یسي د زوی داود دعاګانې په همدې ځای کې پای ته ورسېدلې.