څپرکی 79

ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړیبې حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغویاو اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې
2 کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراکستا د وفادارو د بدن غوښېشوې د ځنګل د ځناورو خوراک
3 د اوبو په شان یې وینې بهولې ستا د خلکوټول اورشلیم کې بهېدلې وینېداسې څوک نه ؤ چې یې ښخ کړي مړي
4 د شاوخوا قومونو د پېغور شولو مونږمونږ پورې خاندي او په مونږ باندې ملنډې وهي
5 ای څښتنه، ته به په مونږ باندې په قهر یې همېش؟ترڅو بلیږي به غیرت د ستا لکه د اور په شان؟
6 قهر نازل دې کړه ته هغو قومونو باندې چې تا نه پېژنيپه هغو پاچاهیو باندې چې ستا نوم نه اخلي
7 ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولادههم تباه کړی یې هېواد د هغوی
8 مه راکوه مونږ ته سزا خپلو نیکونو د ګناه په خاطرزمونږ په حال باندې زر رحم وکړهځکه چې ډېر خوار او زار شوي یو مونږ
9 ای خدایه، ای زمونږ ژغورونکیه خدایهمونږه سره مرسته وکړه د خپل نوم د جلال په خاطرګناهونه زمونږ معاف کړه نجات راکړهد خپل نوم په خاطر
10 ولې قومونه مونږ نه وکړي دا سوالچې ستاسو خدای چېرته دی؟پرېږده مونږ ووینو چې ته هغو قومونو نه بدل واخلېپه دې خاطر چې هغوی ستا د خادمانو بهولې وینې
11 د بندیانو زګېروي واورهڅوک چې په مرګ محکوم ديکړه ته ازاد هغوی په خپل لوی قدرت
12 اووه چنده ورکړه ته سزا هغوی ته ای څښتنههغو قومونو ګاونډیو ته چې ستا یې سپکاوی کړی دی
13 نو بیا به مونږه چې یو ستا قوم، ستا د رمې پسونهکړو همېشه به مونږ مننه ستا نهنسل په نسل به کوو مونږه ستاینه د ستا