څپرکی 39

ما د ځانه سره وویل: «څه چې کړمهپه هغه کې به احتیاط کړمخپله ژبه به پرېنږدم چې ګناه راباندې وکړيد بدکارانو خلکو مخکې به زه هېڅ نه وایم»
2 هېڅ خبره مې ونه کړه زه خاموش پاتې شومزه وم خاموش حتی د ښو شیانو ذکر مې هم نه کولوخو پرېشاني مې نوره هم زیاته شوه
3 زړګی مې ډک د پرېشانۍ ځینې شوڅومره ژور فکر چې ما به کاوهراباندې اور لګېدهترڅو اخر مې وویل:
4 «زه به ترڅو یمه ژوندی څښتنهاو زه به کله مرمه؟راته ووایه چې ژوند به زما څنګه زر شي ختم!»
5 تا زما د ژوند نه مازدیګر د ژمي جوړ کړنه دی هېڅ شی ستا نظر کې زما ژوندونژوند د انسان دی په رښتیا لکه پوکي په شان
6 په رښتیا د انسان ژوند لکه سیوری پناه کیږيپه رښتیا چې دی زحمت وباسي هغه بېځایه دی ټولراټولوي دولت خو نه پوهیږي چاته پاتې کیږي به ترې
7 نو ای څښتنه، بیا د څه امید کولای شمه؟دی توکل زما په تا
8 خپلو ټولو ګناهونو نه مې خلاص کړهکم عقلان مه پرېږده خندا وکړي په ما پورې
9 زه وم خاموش او هېڅ مې نه ویلهځکه چې تا راباندې دارنګه عذاب راوستلی
10 نور مې مه ځوروه ډېر دې ځورولی یمهزه ستا په وهلو باندې ډېر ضعیفه شوی یمه
11 په سبب زمونږ د خپلو ګناهونوراکوې سزا ته مونږ ته په رټلوهغه څه چې خوښوو مونږهغه ته بربادوې لکه حشرې په شانپه رښتیا چې مونږ پوکی یو بل څه نه یو
12 ای څښتنه، ته دعا واوره زماغوږ دې ونیسه فریاد ته ته زماهغه وخت چې زه ژړا کړم نو کومک لره مې راشهزه د څو شېبو دپاره ستا مېلمه یملکه څنګه چې نیکونه وو زما
13 مخکې له دې نه چې زه مړ شم او نور پاتې نه شمیوازې پرېږده ما ترڅو چې لږ خوشحاله شمه