څپرکی 81

خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږهد خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته!
2 سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئوغږوئ د خوشحالۍ سازپه رڅپرکیونو او چنګونو سره
3 د اختر دپاره ووهئ سرنیپه هغه وخت کې چې شي میاشت نوېاو په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ
4 دا یو قانون دی اسراییلو کېدا دی یو حکم د یعقوب د خدای
5 هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپارهچې کله یې وکړله حمله د مصر خاوره باندېیو نااشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:
6 «ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونهاو تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو
7 کله چې تاسو وئ تکلیف کې اختهومو کړ ماته فریاد او تاسو مې وژغورلئله تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درتهومې ازمایلئ تاسو د مریبه د چینو څنګ کې
8 ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار!ای اسراییلو کاشکې تاسو ماته غوږ ونیسئ!
9 پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه ويسجده ونه کړئ بېګانه خدای ته
10 زه څښتن خدای یم ستاسوچې مې د مصر نه راوویستلئخلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو
11 خو زما قوم ماته غوږ ونه نیوهاو اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما
12 نو ځکه پرېښودل مې دوید خپل سخت زړه عملونو لرهچې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې
13 کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسياسراییل کاشکې زما په لاره لاړ شي
14 زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن تهاو رقیبانو د هغوی باندې بهپورته کړم خپل لاس
15 چا چې نفرت کاوه له ما نهزما په مخ کې به ټیټ کړيسرونه خپل له وېرې ځینېدوی تر ابده به سزا وویني
16 خو تاسو ته به درکړم د ښو غنمو خوراکاو تاسو ماړه به کړمه د ځنګل په شاتو»