څپرکی 5

واوره ای څښتنه ته ګفتار زماوکړه پام په اسوېلو زما
2 ای زما پاچا ای زما خدایه!واوره ته فریاد زما کومک لرهځکه چې زه تاته دعا کومه
3 هر سهار کې اواز اورې ته زماهر سهار کې زه کوم درته دعاانتظار د ځواب کړمه زه له تا
4 نه یې داسې خدای چې خوښوې بدکارياوسېدی نه شي له تا سره هېڅ ډول ګناهکار
5 ستا حضور کې کبرجن ودرېدی نه شيته نفرت لرې له ټولو بدکارانو
6 ټول دروغجن هلاکوې تهجابران او چلبازان هم سپکوې ته
7 خو په سبب د ستا له زیاتې او تلپاتې مینېزه به درشمه ستا کور تهاو ستا له وېرې په سجده به شمهستا سپېڅلي کور ته
8 ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنانلارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضازما مخې ته کړه خپله لار صفا
9 ځکه چې نشته رښتیا د هغوی په خوله کېاو زړونه یې غواړي د نورو بربادياو ژبې یې ډکې ديد ریاکارۍ او چل او وله څخهستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شان
10 ته سزا هغوی ته ورکړهاو محکوم یې کړه ای خدایهچې په خپلو دسیسو خپله برباد شيپه سبب د دوی د ډېرو ګناهونوپه سبب د سرکښۍ ستا مقابل کېهغوی وشړه بېخي له خپل حضوره
11 پرېږده چې وي هغه ټول کسان خوشحالڅوک چې ځان په تا کې پناه موميپرېږده چې مدام د خوشحالۍ سندرې ووایيوساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سرهپه رښتیا چې له کبله ستا خوشحال وي
12 ای څښتنه، ورکوې ته برکت نېکانو تهکړي به ستا رحم حفاظت د هغویلکه د سپر په شان