څپرکی 20

په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعاد یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا
2 له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاتهد صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا
3 کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانېکړي قبولې دې ستا ټولې سوځېدونکې قربانۍ
4 کړي پوره دې هغه ستا د زړه ارماناو د ستا ټول پلانونه دې کامیاب کړي
5 بیا به چیغې د خوشحالۍ ستا په بریا کړود خپل خدای په نوم به جګ کړو بیرغونهکړي څښتن دې ټول قبول ستا سوالونه
6 اوس پوهېږم چې څښتن خپل غوره کړی پاچا ژغوريکړي دعا به یې قبوله له خپل پاک ځایه اسمانهور به کړي په خپل قدرت هغه ته لویې کامیابۍ
7 ځینې توکل کوي ګاډیو جنګي خپلو باندېځینې توکل کړي په اسونو باندېزمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای
8 داسې خلک به ښوییږي او رالویږيخو مونږه به پاڅېږو ټینګ ودرېږو به
9 ای څښتنه، ته پاچا ته بری ورکړهد کومک دپاره زمونږه فریاد واوره