څپرکی 148

د څښتن ثنا او صفت وکړئد اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتنای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې
2 ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ
3 ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئای ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغه ثنا ووایئ
4 ای اوچتو اسمانونو، د هغه ثنا ووایئای د اسمان دپاسه اوبو، د هغه ثنا ووایئ
5 ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نومځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم
6 ځای په ځای کړي یې دي هغویخپلو ځایونو کې د تل دپارههغه جوړ کړی دی قانوناو بدلېدلی نه شي
7 د څښتن ثنا او صفت وکړئ ای د ځمکې مخلوقاتوای لویو دریابي حیواناتو او مخلوقاتوچې اوسېږئ د بحرونو تل کې
8 ای برېښنا او ږلۍ، واورې او ورېځوتوفاني بادونو چې یې حکم منئ
9 ای ټولو غرونو او غونډیوای مېوه دارو ونو او ای د سبر ونو
10 ای ټولو وحشي او اهلي څارویوای خزندو او مرغانو
11 ای د نړۍ پاچاهانو او ټولو خلکوای شاهزادګانو او ای ټولو حاکمانو
12 ای ځوانانو او پېغلوای زړو خلکو او ماشومانو
13 ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نومځکه چې یوازې د هغه نوم لوی دیشان او شوکت یې لوړ دیله ځمکې او اسمانونو څخه
14 هغه خپل قوم دی قوي کړیترڅو د هغه ټول وفادار خلک یې ثنا ووایيهغه دا کار کړی دی د اسراییلیانو دپارهچې ورته ګران دي ډېرد څښتن ثنا او صفت وکړئ