څپرکی 49

اَواورئ دا ټولو خلکود نړۍ ټولو اوسېدونکو غوږ شئ!
2 ای غټانو او کوچنیانوای شتمنو هم خوارانو
3 زه به کومه د حکمت خبرېخلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما
4 زه به خپل فکر اړومه متلونو لرهحلوم به معماګانې د رڅپرکی په اواز
5 ولې به وېرېږم د خطر په وختکله چې زه شمه راګېر د شریرانو له خوا
6 د داسې خلکو له خوا څوک چې کړي توکل په دولتاو وهي لاپې د ډېر زیات ثروت
7 هېڅوک نه شي کولای کړي ادا د چا د سر بیههېڅوک خدای ته کفاره د چا د ژوند نه شي سپارلی
8 ځکه ډېره قیمتي ده د انسان د ژوندون بیهڅه چې څوک ادا کوي هغه هېڅکله کافي نه دي
9 چې څوک وساتي له مرګهچې ژوندی وي تل ترتله
10 هرڅوک ویني چې هوښیار خلک هم مړه کیږيهمدارنګه ساده ګان او بې عقلان همبیا نورو ته پرېږدي هغوی خپل دولت
11 تل ترتله د هغوی قبرونه دي د دوی کورونههلته اوسیږي به دوی ټولو نسلونو پورېکه څه هم دوی یو وخت په خپل نامه لرلې ځمکې
12 د انسان شان او شوکت نه شي خلاصولی دی له مرګهڅاروي چې مري هغه به هم مړ کیږي
13 دا دی د هغو سرنوشت چې توکل کړي په خپل ځاناو د هغو د پیروانو چې باور کړي په بیان د دوی
14 هغوی به مړه شي لکه چې مري پسونهمرګی به وي د دوی شپوننېکان به کړي په دوی حکومت سبا تهخپلو کورونو څخه لېرې په قبرونو کې بهخوسا شي زر د هغو خلکو مړي
15 خو خدای به ما لره خلاصون راکويهغه به کش کړي ما د مرګ له پنجو
16 ته مه ډارېږه که یو څوک شي شتمند کور د هغه چې جلال زیات شي
17 کله چې مړ شي هغه نه شي وړی له ځانه سرهده سره لاړ به نه شي قبر ته جلال د هغه
18 که څه هم هغه په ژوند کې خپل ځان ګڼي مبارکصفت یې کیږي ځکه هر کار کې کامیاب وي هغه
19 دی به په مرګ کې شي یوځای خپلو نیکونو سرههغوی به هېڅکله رڼا نه ویني
20 انسان لري شان او شوکت خو هغه نه پوهیږيچې شي به مړ لکه څارویو په شان۔