څپرکی 101

زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصافای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره
2 زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې ګناهته به زما مرستې ته کله راځې؟زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره
3 بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کومد بې ایمانو د کارونو نه زه کرکه کومزه به هغوی سره هېڅ کار نه لرم
4 زه به نه کړم درغليهېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه
5 زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نوروزغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې
6 زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار ديهغوی به پرېږدم ما سره واوسیږيهغه خلک چې بې عیبه ديوي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما
7 چلباز به نه اوسیږي زما په کور کېدروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې
8 نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کېاو خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه