څپرکی 80

ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسهای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېرته په خپل تخت ناست یې پاس په سر د اسماني مخلوقخپل جلال دې راښکاره کړه
2 ځان دې ښکاره خپل قبیلو ته کړهیعنې د افرایم، بنیامین او منسي قبیلې تهقدرت دې خپل مونږ ته راوښایه تهراشه او خلاص کړه مونږه!
3 مونږ بېرته راوله خپل حال ته خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه
4 ای مطلق قادر څښتنه خدایهته به ترڅو پورې په قهر یې خپل قوم باندېاو نه به اورې دعاګانې دې د خپلو خلکو؟
5 د ډوډۍ په ځای خوراک دې کړلو اوښکې د دویپه دوی دې وڅښلو د اوښکو ډک جام
6 تا مونږ د خپلو ګاونډیانو د خندا کړلووهي ملنډې دښمنان زمونږ په مونږ باندې
7 مونږ بېرته راوله خپل حال تهای مطلق قادره خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه
8 د تاک په شان دې خپل قوم وویسته د مصر څخهتا وشړل نور اقواموکرل دوی دې د هغوی په ځای کې
9 تا هغه ځمکه کړله پاکه ورتهوځغلولې هغه ځای کې یې ریښې ژورېورباندې ډکه شوله ټوله ځمکه
10 شول غرونه ټول یې پټ په سیوري باندېد سبر غټې ونې راوستې شاخونو یې تر سیوري لاندې
11 مدیترانې تر بحیرې پورې یې لاړې څانګېاو شولې خپرې د فرات تر سینده
12 ولې دې وران کړل دېوالونه شاوخوا د هغه؟اوس چې هرڅوک ورنه تېریږينو راشکوي ترې انګور
13 وحشي خوګان لاندې کوي یې تر پښوپه کې څریږي ټول وحشي ځناور
14 مطلق قادر خدایه راواړوه مخ!ته له اسمانه مونږ ته کوز وګورهراشه او وساته خپل قوم دې خدایه
15 راشه او وساته نیالګی کوم چې کرلی دی تادغه ځوان تاک چې قوي کړی دی تا
16 هغه ته اور دی اچولی دښمنانو زمونږاو راچپه کړی یې دیهغوی ته وګوره په قهر او برباد کړه هغوی!
17 نو ته قوي کړه هغه کس چې ورسره مینه کوېهغه څوک چې غوره کړی دی تا
18 بیا به هېڅکله تا نه مونږه خپل مخ نه اړووته مونږ ژوندي وساته چې ستا ستاینه وکړو
19 مونږ بېرته راوله خپل حال تهای مطلق قادر څښتنه خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه