څپرکی 129

پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:«هغوی څومره ځورولی یمهخپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته
2 چې هغوی څومره ځورولی یمهخپل دښمنانو د ځوانۍ له وختهخو دوی په ما بریالي شوي نه دي
3 هغوی جوړ کړي دي زخمونه زما په ملا باندېلکه چې څوک وکړي قلبه په ځمکه»
4 خو څښتن چې دی عادلاو زه یې ازاد کړمهد بدکارانو له رسیو څخه
5 هرڅوک چې کرکه له صهیون نه کويهغوی دې وشرمیږي او ودې تښتي
6 هغوی دې شي هغو واښو په شانچې راشنه کیږي په بامونو باندېچې شي وچ د غټېدو نه مخکې
7 هېڅوک دې نه کاندي راټول هغهیا ترې ګېډۍ جوړې کړي
8 نه دې هېڅ یو لاروی ووایيچې څښتن دې تاته برکت درکړيیا د څښتن په نوم تاته برکت درکوم