څپرکی 118

د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
2 پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:«ده ابدي د هغه مینه»
3 پرېږده چې ووایي د هارون اولاده چې کاهنان دي:«ده ابدي د هغه مینه»
4 هغه ټول خلک چې وېریږي له څښتنهپرېږده چې ووایي:«ده ابدي د هغه مینه»
5 ما په سخته کې فریاد وکړ څښتن تهسوال یې قبول کړ زما او زه یې کړمه ازاد
6 ما سره مل دی څښتن، نه به وېرېږمه زهڅه کولای شي انسان ما سره؟
7 ما سره مل دی څښتن او مرستندوی دی زمااو ماتې د خپلو دښمنانو به زه ووینمه
8 دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن تهد دې په ځای چې توکل وکړم انسان باندې
9 دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن تهد دې په ځای چې توکل وکړمه په شاهزادګانو باندې
10 رانه چاپېر وو ټول قومونهخو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
11 وو راچاپېر هغوی د هرې خوا نه په ماخو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
12 رانه چاپېر وو هغوی لکه مچیو په شانخو هغوی خاموش شول لکه د اغزیو د اور په شاند څښتن په زور مې دوی کړل تباه
13 سخته حمله راباندې وشوهاو نژدې ؤ چې زه ماتې وخورمخو څښتن وکړلو کومک راسره
14 زه څښتن کړمه قوياو دفاع یې زما وکړهاو زه یې ژغورلی یمه
15 د خدای د قوم د خېمو نه واورئد کامیابۍ په خاطر د خوشحالۍ چیغېچې د څښتن په قوي لاس دا هرڅه شوي دي
16 مونږ بریالي شو د څښتن په قوي لاس باندېپه جګړه کې د هغه په زورور قوت
17 زه به مړ نه شم بلکې ژوندی به یمهزه به بیان کړم کوم کارونه چې څښتن کړي دي
18 هغه راکړې راته سخته سزاخو زه یې پرېنښودم چې مړ شمه
19 ماته کړئ خلاصې دروازې د معبدچې زه ورشم د څښتن شکر ادا کړم په کې
20 دا هغه دروازه ده چې کولای شئ څښتن ته ورشئیوازې نېک خلک کولای شي داخل شي په کې
21 شکر کومه زه د ستا څښتنهځکه چې سوال دې قبول کړی زماځکه چې ماته دی نجات راکړی
22 کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وههغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب
23 دا کار وشو د څښتن له خوا نهاو عجیبه ښکاري زمونږ نظر کې
24 دا هغه ورځ ده چې څښتن په کې کړی دی عجیبه کارراځئ چې وکړو خوشحالياو په کې خوشحاله اوسو
25 مونږه وژغوره څښتنه، مونږه وژغورهای څښتنه بری راکړه مونږ ته
26 مبارک دی هغه څوکچې د څښتن په نوم راځيتاسو ته غواړو برکت مونږ د څښتن له کوره
27 څښتن دی خدای چې یې وځلوله خپله رڼا په مونږد قربانۍ حیوان راولئ او د قربانګاه په کنجونو باندې یېوتړئ رسیو باندې
28 ته زما خدای یې او ستا شکر کومته مې خدای یې، زه به ستا لویي بیان کړم
29 د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه