څپرکی 104

اووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!څومره عظیم یې ته زما څښتن خدایه!د لویۍ او د جلال لباس کې پټ یې
2 تا په رڼا کې ځان پوښلی د کالیو په څېرتا اسمانونه غوړولي د خېمې په شان دي
3 پاسنی چت دې د خپل کور جوړ کړی ورېځو باندېخپلې جنګي ګاډۍ په شان له ورېځو کار اخلې تهسپرېږې ته په وزرونو د باد
4 ته د بادونو نه کار اخلې د استازو په شاند اور لمبې ته کاروې د خادمانو په شان
5 تا درولې ځمکه داسې بنیادونو باندېهغه به هېڅکله ونه خوځیږي
6 په دریابونو باندې وپوښله ځمکه دې چپنې په څېراوبو نیولي دي د غرو سرونه
7 اوبه چې ورټلې تا نو هغه وتښتېدېستا د تندر د اواز په اورېدو سره په منډه شولې
8 د غرو په څوکو باندې وبهېدې شولې درو ته ښکتهلاړلې هغه ځای ته چې ټاکلی ورته تا ؤ
9 تا ورته حد وټاکه چې ورنه تېرې نه شيڅو یوځل بیا ځمکه ونه پوښي دوی
10 جاري کوې چینې درو کې تهترڅو اوبه یې شي روانې د غونډیو منځ کې
11 د څښاک اوبه ورکوي ټولو ځنګلي ځناورو تهماتوي تنده په دې د ځنګلي خرو
12 مرغان اوسیږي د اوبو په شاوخوا ونو کېوایي سندرې یې په څانګو باندې
13 اوبه کوې غرونه له خپل اسماني کورهستا د کارونو د ثمر ځینې بسیا ده ځمکه
14 راشنه کوې واښه څارویو لرهد انسانانو په خاطر بوټي چې ویې کريترڅو د ځمکې نه خواړه پیدا کړي
15 هم د انګورو شراب چې دوی یې خوښ کړيزیتونو تېل یې د مخونو د ځلا دپارهاو هم خواړه چې دوی ته ورکړي قوت
16 د څښتن ونې ښې خړوبې شولېد سبر ونې د لبنان چې دي هغه کرلې
17 جوړوي ځالې په هغو کې مرغانلري کورونه لګ لګان د صنوبر ونو کې
18 اوسیږي لوړو غرو کې ځنګلي وزېګړنګونه پناه ځای د غرنۍ سویو
19 تا سپوږمۍ ده پیدا کړې چې معلومې کړو پرې میاشتېپوهیږي لمر چې پرېوځي څه وخت
20 ته راولې تیاره او شپه جوړیږيټول ځنګلي ځناور ګرځي په کې
21 غړمبیږي ځوان زمریان ښکار پسېتیاروي چې ورته خدای هغه خواړه لټوي
22 چې لمر راوخېژي، دوی بېرته ورځيخپلو غارو کې څملي
23 خپلو کارو پسې روان شي خلکاو تر ماښامه پورې زیار وباسي
24 تا دي جوړ کړي ای څښتنه ډول ډول شیانټول دې جوړ کړي د حکمت له مخېپه مخلوقاتو ځمکه ډکه ده ستا
25 دریابونه دي پراخه او لویچې بې شمېره مخلوقات په کې اوسیږيکه کوچني دي یا غټ
26 وګورئ کشتۍ چې دي روانې د هغوی په سراو نهنګ چې پیدا کړی دی تا او په کې لوبې کوي
27 هغه ټول دي په تمه تاتهچې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې
28 ته چې هغوی ته ورکوې کوم شیان، راټولوي یې هغویستا د لاس په خلاصېدو، ماړه کیږي هغوی په ښو شیانو
29 چې مخ ترې واړوې نو سخت وېریږي هغویچې ساه ترې واخلې نو مړه کیږي هغویاو ورځي بېرته هغې خاورې ته چې جوړ شوي ورنه
30 چې کله ورکړې ورته ساه نو ژوندي شي هغویاو ورکوې ځمکې ته نوی ژوندون
31 وي تر ابده دې جلال د څښتنخپلو کارونو باندې وي دې خوشحاله څښتن
32 چې ځمکې ته وګوري نو په لړزان شي هغهچې غرو ته لاس وروړي نو ترې راوځي لوګی
33 زه به خپل ټول عمر سندره د څښتن وایمهترڅو ژوندی یم زه ثنا به د خپل خدای وایمه
34 وي دې خوشحاله په خیالونو زماځکه چې زه یمه خوشحاله د څښتنه څخه
35 شي نابود ګناهکاران دې ټول د ځمکېپاتې دې نه شي بدعمله نورووایه ثنا ته د څښتن ای زما ځانه!د څښتن ثنا او صفت وکړئ!