څپرکی 14

کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشتههغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونهدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2 له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانوترڅو وګوري کوم شته داسې عاقلچې رجوع وکړي خپل خدای ته
3 خو هغوی ټول ګمراهان شولورسره هم فاسدان شولدوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړيیو هم نه کړي نېک کردار
4 څښتن کړي دغه پوښتنه:«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟بدکاران ټول جاهلان دي؟زما خلک داسې خوري دویلکه وږي چې ډوډۍ خوريهېڅ دعا نه کوي ماته»
5 خو په دوی به وېره راشيځکه خدای مل دی د نېکانو سره
6 بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډويخو څښتن یې ساتندوی دی
7 کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونهبرکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس تهبیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شياسراییل به په دې کار سره خوشحال شي